روانه اوونۍ به د قطر د فوټبال نيمه پايلوبه او وروستې پايلوبه تر سره شي او پایله به يې خپره شي. ځيني مبصرين وايي چې لوېديځو خبري رسنیو ایله اوس دې سياليو ته پاملرنه پيل کړې ده. له څه باندې نيمې مياشتې راهيسې ځينو لويديځو خبري رسنيو د قطر فوټبال نړیوال جام ته پاملرنه نه وه کړې، د بېلګې په توګه د امريکا د سي اېن اېن او واشينګتن پوست په شمول ځينو خبري رسنيو خپل تمرکز د قطر د تش په نامه د کارګرو مسئلې اړولی و او د بريټانيا بي بي سي راډيو د فوټبال د سږني نړيوال جام د پرانيستې مراسمو خپرېدل منعکس نه کړل او په لندن کې د بسونو شرکت د دې نړيوال جام اعلانونه منع کړي دي.
دغو تش په نامه بې طرفه خبري رسنيو د ياد نړيوال جام د تر سره کولو لپاره د قطر هڅې او د فوټبال سیالۍ له پامه وغورځولې او څو څوځله يې د فوټبال له خوا د جوړ شوي پل لپاره خنډونه جوړ کړي دي. هغوی سپورټ ته سياسي رنګ ورکړی او ځان يې په ټوله نړۍ کې د د سپورټ د مينه والو دښمن جوړ کړی دی.
قطر لومړی عربي هېواد دی چې د فوټبال نړيوال جام پکې تر سره کېږي. خو د فوټبال نړيوالې کميټې ته د قطر له خوا د دغه نړيوال جام د جوړولو غوښتنليک له وړاندې کولو راهيسې لوېديځو هېوادونو پر دغه هېواد بې بنسټه تورونه لګولي او ويلي يې دي چې شاوخوا لس زره کارګر په دې هېواد کې مړه شوي وو او دغو لوېديځو هېوادونو دا هم غوښتي چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو د ياد نړيوال جام مخنيوی وکړي او ورته سياسي رنګ ورکړي. که څه هم د قطر حکومت څو ځلې حقايق روښانه کړي، خو هغوی پر حقيقتونو سترګې پټې کړې دي.
کویټی لیکوال فواز د دغو لويديځو خبري رسنيو د ناسمو کړنو پر وړاندې داسې ويلي، که تاسې برياليتوب غواړئ، نو بايد زما سره ورته وئ. که داسې نه وئ، نو مخامخ به تاسو له ناکاميابۍ سره مخ کړم.
د سوچي او بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو او د قطر په نړيوال جام کې لويديځو خبري رسنيو له لويديځې نړۍ پرته د نورو هېوادونو پر وړاندې ايديالوژيکي تعصب او نژادي تبعیض ښکاره کړی دی.
د قطر د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی پر دغو لويديځو خبري رسنيو نيوکه کړې او هغوی يې ریاکارې او دوه مخې بللې او ويلي يې دي چې دوی د منځني ختیځ د یوه کوچني هېواد له خوا د دغې نړيوالې سپورټي ميلې تر سره کول نه دي منلي. د امريکا د ماکروسافټ – اېن بي سي ويبپاڼې په يوې مقالې کې ليکلي چې ايا دغه شکايتونه له بشري حقونو سره تړاو لري؟ هغه اروپايي هېوادونه او لوېديځ شخصيتونه چې ځانونه د فوټبال نړيوال عنعنې پلویان بولي، خو په حقیقت کې دا کار نه مني چې يو عربي هېواد د دومره سترې سيالۍ کوربه توب وکړي. لوېديځ هېوادونه تل ځان ستايي او د نورو ملتونو غښتليتوب نه مني چې دا د خوشينۍ وړ خبره او د دوی د صعف نښه ده.
له دغې سیاسي ډرامې څخه د لوېديځو هېوادونو دوه مخي توب او ریاکاري یوځل بیا په ډاګه شوه. موږ شک لرو چې که د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه واقعأ د عربي هېوادونو د کارګرو حق په شمول بشري حقونو ته ډېره پاملرنه کوي او که دوی رښتيا هم د ګارګرو حقونو ته پاملرنه کوي، نو ولې دوی په منځني ختيځ کې د جګړې دوامدار اور بل کړی او په دې سیمه کې يې خلکو ته د سر دارنه زیانونه اړولي دي. د بېلګې په توګه د نړيوالې شمېرنې له مخې له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې په عراق کې د امریکا له خوا پيل شوې جګړې شاوخوا ۲۰۰ زره او نهه سوه ملکيان وژلي او ۹ مليونه او ۲۰۰زره عراقيان کډوال شوي او بې کوره شوي دي. د فوټبال د نړيوالې ټولنې رئيس وايي: په تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې زموږ اروپايانو په نورو هېوادونو او سيمو کې ډېر بد کارونه تر سره کړل. نو موږ له دې چې پر نورو هېوادونو تورونه ولګوو، بايد لومړی له هغوی څخه د درې زرو کلونو بښنه وغواړو.
قطر په برياليتوب سره دغه نړيوال جام تر سره کوي چې نړيوالو ته خوښي او خوشحالي راوړي.دا ډېره ستره لاسته راوړنه بلل کېږي. د یادونې وړ خبره ده چې نړيوالو د قطر د فوټبال د نړيوال جام له لارې د لوېديځو خبري رسنيو له تعصب پرته يوه رنګينه عربي نړۍ ليدلې ده چې همدا دغې بې ثابتې نړۍ ته تازه او مثبته انرژي ورکوي.