د تمدونونو تبادلې د مختلفو اقتصادونو لامل کېږي
CMG2022/12/13 19:20:54
شريکول:

په وروستيو کې د چين او عربي هېوادونو لومړۍ سرمشريزه غونډه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې تر سره شوه. په دې سرمشريزه کې د لوېدیځ دا نظریه مطرح نه وه چې وايي چین ګواښ دی او یا له اسلامي هېوادونو ډار په کار دی.بلکې هلته د چین او عربي هېوادونو مشرانو متقابل درناوي، باور او برابرۍ پر بنسټ د همکاریو زیاتېدل او تمدونونونږدې والی وهڅول شو.د دوی توافقاتو او نظرو اتفاق به د فرهنګي، اقتصادي، علمۍ او ټکنالوژۍ او انرژۍ په شمول مختلفو برخو د پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

يادې سرمشريزې غونډې د ټولې نړۍ پام جلب کړی، خو امريکا چې له ډېره وخته د لويديځو تمدونونو د برترۍ احساس لري، ښکاره ده چې د ختيځ او اسلامي تمدونونو په استازيتوب د چين او عربي هېوادونو تر منځ همکارۍ ورته د منلو نه دي. مګر مهمه نه ده چې متحده ايالات دې ته په کوم نظر وګوري، د چين او عربي هېوادونو تر منځ د همکارۍ لاره له پخوا څخه بنده نه وه او وروسته به هم بنده نه شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ياده سرمشريزه غونډه کې وويل، چې موږ بايد د تمدونونو تر منځ د تبادلې پياوړتيا او د تفاهم او باور د ټينګښت لپاره هڅې وکړو. موږ دې په ګډه له اسلامي هېوادونو د نورو د وېرولو له نظريې سره مقابله وکړو، د افراطيت له منځه وړلو په برخه کې دې همکارۍ وکړو، له ځانګړو توکمونو او مذهبونو سره د ترهګرۍ له تړلو سره دې مخالفت وکړو. دا بيان ډېری غير منطقي نفرتونه کموي او د تمدونونو د تبادلې له لارې د تمدونونو شخړې او غلطې فهمۍ لرې کېږي.

له همدې امله سعودي عربستان او چينايي شرکتونو د انرژۍ، معلوماتي ټيکنالوژۍ، ټرانسپورټ، طبي او ساختماني چارو په شمول زياتو ساحو کې د پانګونې تړونونه لاسليک کړي دي. د یادو تړونونو له مخې به سعودي عربستان هر کال چين ته ډېر تيل صادر کړي او په ژن مين بي يوانو به سوداګرۍ ته وده ورکوي او دا لاسته راوړنې یو تش اټکل نه، بلکې یوه حتمي پایله ده.

ښايي خلک د روان کال په تېره موده کې سعودي عربستان ته د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن د سفر يادونه وکړې چې هغه وخت هم خلکو فکر کاوه چې امریکا- سعودي عربستان به یو پر بل باور زیات کړي، خو له بایډن سره صمیمت کم و.

 متحده ايالاتو له دې وړاندې څو څو ځله په عربي هېوادونو کې له بشري حقونو د سرغړونو ریکارډونه جوړ کړي او بدنامه شوې ده او په منځني ختیځ هېوادونو کې يې ډېرې جګړې بلې کړې دي او له اسلامي تمدن سره يې دښمنۍ کړې دي.

بايډن دا هم وويل، چې د خاشقچي له وژل کېدو وروسته به سعودي عربستان په يو سپک او شرمېدلي هېواد بدل شي. بایډن دا هيله هم څرګنده کړې وه، چې سعودي عربستان کولی شي د تېلو توليد اندازه زياته کړي او د قاغذي ډالرو له لارې تيل واخلي. خو د بایډن اصلي هدف د ځان ګټه وه، نه د سعودي عربستان ګټه.

هغه وخت روښانه وه چې بایډن به په خپل هدف ترلاسه کولو کې ناکام شي، ځکه سعودي عربستان ته يې درناوی نه درلود او یوازې د مداخله ګر رول يې ادا کاوه.

سعودي عربستان ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ سفر د ګڼ شمېر افغانانو پام ځانته اړولی دی. د چين او سعودي عربستان مشرانو د افغان مسئلې په اړه په خپلو خبرو کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې د امنيت او ثبات د تر لاسه کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ وشي، څو افغانستان د ترهګرو او افراطي ډلو په پټنځای بدل نه شي. افغانستان ښکلی اسلامي تمدن لرونکی هېواد دی، خو دا امریکا وه او ده چې دغه اسلامي هېواد يې خلکو ته ګواښ معرفي کاوه.

 دا ځل به د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تمدونونو تبادله د بېلا بېلو تمدونونو د يو ځايښت او د مختلفو تمدونونو لرونکو هېوادونو د همکاريو لا پياوړتيا وهڅوي.