ملګري ملتونه: سږ کال به د نړۍ د جي ډي پي زياتوالی ۳.۳ سلنه ته ټيټ شي
CMG2022/12/13 10:56:23
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د ډسمبر په ۱۲مه نېټه (( د ۲۰۲۲م کال احصايې راپور)) خپور کړی، چې له مخې يې سږ کال به د نړۍ د جي ډي پي زياتوالی د ۲۰۲۱م کال له ۵.۷ سلنې څخه د ۲۰۲۲م کال ۳.۳ سلنې ته ټيټ شي.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۲م کال کې به د نړۍ د سوداګريزو صادراتو او خدمتي سوداګرۍ د صادراتو زياتوالی ورو وي او په همدې کال کې به د نړۍ د سوداګريزو صادراتو زياتوالی د ۲۰۲۱م کال له ۲۶.۵ سلنې څخه ۱۳.۸ سلنې ته ټيټ شي او د خدمتي چارو صادراتو زياتوالی به يې د ۲۰۲۱م کال له ۱۷.۲ سلنې څخه ۱۴.۶ سلنې ته ښکته شي.