بېجينګ له امريکايي چارواکو سره ليدنه تائيد کړه
CMG2022/12/13 10:55:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير شيې فنګ د هه بې ولايت په لانګ فانګ ښار کې د ختيځې اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ډانيل کريتنلرينک او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت کمېټې د چيني چارو لوړپوړي چارواکي لاورا روسنبرګر سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

وانګ ون بين وويل، چې يادو چيني او امريکايي چارواکو دا لیدنه د روانې مياشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې ترسره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دواړو خواوو په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ د شويو موافقو د پلې کولو، د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د لارښوونکو اصولو په اړه د سلامشورو د پياوړتيا، د تايوان مسئلې په شمول د خپلمنځي اړيکو د مهمو مسئلو د حلولو او د بېلا بېلو کچو د تګ راتګ او په مختلفو چارو کې د همکاريو په اړه هر اړخيزې خبرې اترې کړي او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله کړي دي.

دواړو خواوو يادې خبرې اترې صادقانه، ژورې او رغنده بللي او هوکړه يې کړې، چې خپلمنځي اړيکو ته به داوم ورکړي.