د افغانستان د پلازمېنې کابل په یوه هوټل کې ډزې او چاودنې شوې
CMG2022/12/13 11:16:08
شريکول:

د افغانستان د پلازمېنې کابل په یوه هوټل کې پر ځايي وخت د ډسمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښین ډزې او چاودنې شوې دي.

رسنيو ويلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسيدلي او سیمه يې کلابنده کړې ده او يادې پېښې شاوخوا یو ساعت دوام کړی دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې ځواکونو يې درې بريدګر وژلي او د هوټل ټول مېلمانه يې ژغورلي دي.

 د داعش خراسان ډلې پر ځايي وخت د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.