امریکې څو ورځې مخکې د شي ځانک د تش په نوم بشري حقونو مسئلې په پلمه پر دوو چیني چارواکو بندیزونه لګولي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د ډسمبر په ۱۲مې نېټې په یوې خبري ناستې کې د امریکې ياده کړنه د چین په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله او ويې ويل، چې واشنګټن د نړیوالو اړیکو له مقرراتو څخه سرغړونه کړې او د چین او امریکې اړیکې يې ویجاړې کړې دي.
نوموړي وويل، چې چین د امريکې د يادې کړنې کلک مخالفت او سخته غندنه يې کوي.
وانګ ون بین له امریکې وغوښتل، چې پر چيني چارواکو لګيدلي بنديزونه سمدلاسه لغوه کړي او د شي ځانګ په شمول د چین په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې پای ته ورسوي.
نوموړي په ټينګار وويل، چې هېواد به یې د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.
(هیله)