په چین کې د امريکا سفير برنز په دې وروستیو کې د چين د بشري حقونو پر وضعيت بې اساسه تورونه لګولي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ١٢مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د برنز بې اساسه تورونه رد کړل او دا يې پر دروغو او تعصب استواره وبلل.
نوموړي وويل، چې د امريکې ياد تورونه د تسلط او ځورونې څرګندويي او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د چين د باثباته پرمختګ او ملي يووالي ته د زیان رسولو په موخه د امریکا د سياسي لالچ ښکارندويي کوي او چين يې غندي او ټينګ مخالفت ورسره کوي.
وانګ ون بين وويل، چینایان د چين د بشري حقونو د وضعيت په اړه تر ټولو زياتې خبرې لري او امریکا باید د چين د بدنامولو، په کورنيو چارو کې يې د لاسوهنې او د چين ثبات ته د زیان رسولو په موخه د بشري حقونو مسئلې ونه کاروي.