د چين ـ خليج عربي هېوادونو همکاریو شورا په سرمشريزې کې پر مهمو مسئلو توافق شوی
CMG2022/12/13 12:09:41
شريکول:

د چين ـ خليج عربي هېوادونو همکاریو شورا سرمشريزه په دې وروستيو کې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې تر سره شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ١٢مې نېټې يوې خبري غونډې کې وويل، چې د چين ـ خليج عربي هېوادونو همکاریو شورا مشران د سياسي متقابل باور د ټينګولو او په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو د پياوړتيا په اړه موافقو ته رسېدلي دي.

نوموړي د خبريال د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د چين ـ خليج عربي هېوادونو همکاریو شورا سرمشريزه د دواړو خواوو د اړيکو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري او موخه يې دا ده، چې په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزې عملي همکارۍ ژورې کړي او د ټولو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

وانګ ون بين په خپلو خبرو کې ايران ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې چين او ايران دوستانه اړيکې لري، هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې يې پياوړې دي او پرمختګ يې ګډ انتخاب دی.

نوموړي د خليج عربي هېوادونو همکاریو شورا هېوادونه او ايران ټول د چين دوستان وبلل او ويې ويل، چې له دغو هېوادونو سره يې د اړيکو پرمختګ د کوم دريم اړخ په موخه نه دی.