چين: بېلا بېل هېوادونه دې د واشينګټن له يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ له ساتونکو کړنو سره مخالفت وکړي
CMG2022/12/14 13:03:59
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۱۳مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې وويل، چې امريکا په دې وروستيو کلونو کې د خپل ملي امنيت په پلمه د نړيوالې سوداګرۍ د عادي کېدو مخه نيولې او د نړۍ بېلا بېل هېوادونه دې د واشينګټن له يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ له ساتونکو کړنو سره مخالفت وکړي.

امريکا چين ته د چيپ صادرات محدود کړي او چين د ډسمبر په دوولسمه نېټه د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوه وړاندې کړې ده.

وانګ ون بين د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې امريکا ناوړې کړنې ترسره کوي او د چيپ په شمول د ډېرو توليداتو په اړه يې د عادي نړيوالې سوداګرۍ مخنيوی کړی او د سېمی کنډکټر نړيوال برابرونکي ځنځير او نړيوالې سوداګرۍ ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا په وروستيو کلونو کې د خپل ملي امنيت په پلمه د عادي نړيوالې سوداګرۍ مخه نيولې او نړيوالې ټولنې د واشنګټن له دغو کړنو سره سخت مخالفت ښودلی دی.