بېجينګ: افغانستان بايد د کابل پر هوټل د شوي بريد جدي پلټنه وکړي
CMG2022/12/14 11:43:58
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ١٣مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې په کابل کې پر يوه هوټل شوی بريد په کلکو ټکو وغانده.

نوموړي پر ياد بريد ژوره خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل، چې چين له افغان لوري غوښتي، چې دغه پېښه جدي وڅېړي، عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي او په افغانستان کې د چيني اتباعو، شرکتونو او سازمانونو امنيت په اغېزمنه او ښه توګه وساتي.

وانګ ون بين د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په ياد تروریستي برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي او یو شمېر افغان پوځیان او پولیس وژل شوي دي.

نوموړي د وژل شويو افغان پوځيانو او پوليسو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د چين سفارت د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه جدي غوښتي، چې تر وسې پورې د ټپيانو درملنه او د پېښې په اړه هراړخيزه څېړنه وکړي، تروريستان دې د قانون منګولو ته وسپاري او د چينايانو د خونديتوب لپاره دې اړين تدبيرونه ونيسي.

وانګ ون بين په ټينګار وويل، چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي او دغه شان ترهګريز بريدونه په کلکه غندي.

چين د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د چينیي اتباعو، شرکتونو او پروژو د خوندیتوب لپاره ټینګ او قوي اقدامات ونیسي.

(ژباړه: شکريه)