هو چون هوا له ابراهيم رئیسي سره وکتل
CMG2022/12/14 11:36:19
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم هو چون هوا د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د ايران په پلازمينې تهران کې د دغه هېواد له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره کتلي دي.

هو چون هوا ويلي، چې رئيس شي جين پينګ د سږ کال په جولای او سپتمبر کې له ولسمشر رئیسي سره ليدنې او ټليفوني خبرې کړي او د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې چين له ايران سره اړيکو ته په ستراتيژيک نظر ګوري، له دغه هېواد سره به د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ هوډ هېڅ بدل نه کړي او د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې د مبارزې او د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي کرامت د ساتنې په برخه کې به له ايران څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به له ايراني خوا سره په ګډه د دواړو مشرانو تر منځ ګډې نظريې او د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو پلان پلی کړي او خپلمنځي همکارۍ به يې نوی پرمختګ ومومي.

ولسمشر رئيسي په خپلو خبرو کې ايران او چين ښه دوستان بللي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ستر ستراتيژيک اهميت لري.

نوموړي ويلي، چې په نړۍ او سيمې کې حالات هرڅنګه بدليږي، خو د ايران او چين اړيکې به سالمې وي او هيواد به یې له چين سره د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژورتيا لپاره نورې هڅې هم وکړي.