وانګ يي له خپل هنګري سیال سره ويډيويي خبرې وکړې
CMG2022/12/14 11:46:34
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د هنګري د بهرنيو چارو له وزير سيجارتو پيتر سره ويډيويي لېدنه کړې او په ترڅ کې يې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د دواړو حکومتونو ترمنځ د همکاريزې کمېټې د جوړولو تړون لاسليک کړی دی.

وانګ يي په خپلو خبرو کې د چين او هنګري د اړيکو دوامدار، ثابت او سالم پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره، بلکې د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د ثابت او اوږدمهاله پرمختګ لپاره يې هم ګټور بللی دی.

نوموړي هيله ښودلې، چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه يې د هنګري په څېر د چين پرمختګ ته په دوستانه او ښه نظر وګوري او د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوستانه همکاريو اصلي موضوع وساتي.

سيجارتو پيتر خپل چيني سیال ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د برياليتوب په پار مبارکي ويلې او چين يې د اروپا ملګری بللی دی.

نوموړي ويلي، چې هنګري به له چين سره متقابل باور نور هم پياوړی کړي او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره عملي همکارۍ ژورې کړي.

(ژباړه: شکريه)