د میاو قوم وو اینګ کلی
CMG2022/12/14 14:56:52
شريکول:

د میاو قوم وو اینګ کلی د چين په جنوب لويديځ کې د ګوانګ شي د جوانګ  قوم خپلواکې سيمې او د ګوي جو ولايت په پوله کېدی او وګړي يې د مياو قوم په ژبه ګړيږي.

وو اينګ د مياو قوم په ژبه کې د "ښکلې ناوې" په مانا دی.

د وو اينګ کلي له ۴۰ کلنۍ پورته ښځې د اقتصادي شرایطو، دودیزو مفکورو او سیمه يیز چاپېریال له امله ښوونځي ته نه دي تللي.

سيمه ييز حکومت په وو اينګ کلي کې د ۲۰۲۰م کال له مارچ راهيسې روزنيز کورسونه جوړ کړي او ځايي خلکو ته چيني ژبه، نڅا او موسيقي ور زده کوي.

د دې کلي ښځې هم په ګډه ټولګي ته ځي، کلتوري پوهه یې زده کړې او د ليک او لوست خوب یې پوره کړی دی.

 په وو اینګ کلي کې روزنیز ټولګي

د میاو قوم وو اینګ کلی

 په وو اینګ کلي کې روزنیز ټولګي