انټونيو ګوټريش په کابل کې پر هوټل شوی بريد په کلکو ټکو وغانده
CMG2022/12/14 11:11:15
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټريش د ډسمبر په ۱۳مې نېټې يوه اعلاميه خپره کړې او په کابل کې پر يوه هوټل شوی بريد يې په کلکو ټکو غندلی دی. 

ګوټريش په اعلاميې کې د ياد بريد ټپيانو ته د ښې روغتيا هيلې څرګندې کړي او د بريدګرو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې د نړيوال بشري قانون له مخې پر ملکي وګړو او تاسيساتو بريدونه منع دي او د جنګ ښکېلې خواوې بايد د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي هم دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي، چې داسې بريدونه د دغه هېواد امنيت ګواښلی شي.