د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ اعلان وکړ، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو ۱۵مې غونډې د دوهم پړاو پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړي.