د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او مرستندويه سازمانونو د ډسمبر په ۱۳مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې په سوماليا کې د روان ۲۰۲۲م کال له اکټوبر تر ډسمبر پورې ۲۱۴۰۰۰ کسان د خوړو د خوندیتوب له بحران سره مخ شوي دي.
اعلاميه وايي، چې په سوماليا کې به د ۲۰۲۳م کال په لومړيو ۳ میاشتو کې ۳۲۲۰۰۰ خلک له ورته بحران سره مخامخ وي.
سوماليا اوسمهال د تاريخ تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ ده او اټکل کيږي، چې خلک به یې په نږدې راتلونکې کې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ شي.
په سوماليې کې د قحطۍ له امله رامنځته شوې ستونزې د ځايي خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.