بېجينګ: د چين او امريکا د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې اترې رغنده او صادقانه وې
CMG2022/12/14 13:12:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير شي فنګ د ډسمبر له يوولسمې نيټې څخه تر دوولسمې نيټې پورې د هه بۍ ولايت په لان فانګ ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او ارام سمندري سيمې چارو له مرستيال دانيل کرينبرينګ او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت کميټې د چيني چارو له لوړ پوړي مسؤل روسنبورګ سره خبرې اترې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې دغه خبرې اترې صادقانه، ژورې او رغنده بللي او ويلي يې دي، دواړو خواوو موافقه کړې، چې اړيکو او تماس ساتلو ته به دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې به پلې کوي.

وانګ ون بين د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو بريالیتوبونو د درېيو اصولو پر بنسټ له امريکا سره د اړيکو د پرمختګ لپاره د چين رويه رغنده بللې او زياته کړې يې ده، چې چين د خپل ملي حاکميت، امنيتي او پرمختيايي ګټو د ساتلو لپاره ټينګه اراده لري.

 د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير شيې فنګ همدارنګه د امريکا او د تايوان سیمې د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ، پر تايوان د امريکايي وسلو د پلور او د تايوان په اړه د امريکا د قانوني مسودې په شمول د امريکا د ناسمو کړنو په هکله د چين دريځ څرګند کړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې امريکا بايد په عمل کې د يو چين د پېژندنې اصل او د چين او امريکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې مراعات کړي.