د کابل په مرنجان غونډۍ کې جوړه شوې ودانۍ د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
مرنجان غونډۍ د خلکو په منځ کې د نادرخان تپې په نوم هم شهرت لري.
د سیمې خلک وایي، پخوا دغې تپې ساتونکي درلودل، خو اوس یې ځینې برخې د وېجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او ان د برېښنا مزي یې د خلکو لخوا لوټ شوي دي.