وانګ يي له ماليزیايي سیال سره ويډيويي لېدنه وکړه
CMG2022/12/15 12:32:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او  د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ماليزيا د بهرنيو چارو له نوي وزير زامبري سره انلاېن لېدنه کړې او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به يې د ماليزيا له نوي حکومت سره د دوستۍ د لا ټينګېدو او د همکايو ژورتيا ته دوام ورکړي او په راتلونکي کال کې د چين او ماليزيا د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له لسمې کاليزې او په ۲۰۲۵ کال کې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې څخه په استفادې به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د دغو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي او سيمه ييزه سوله، ثبات او سمسورتيا به ورسره په ګډه وساتي.

زامبري د خبرو په پېل کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د برياليتوب په پار وزير وانګ يي ته مبارکي ويلې او ماليزيا او چين يې عنعنوي دوستان بللي او زیاته کړې يې ده، چې ماليزیا او چين يو د بل درناوی کوي او يو پر بل باور لري.

نوموړي ويلي، چې د ماليزيا نوی حکومت په پام کې لري، د چين له لوړ پوړو چارواکو سره تګ راتګ زيات کړي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ  پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او د سيمه ييز پرمختګ او ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي.