سوریه: امریکې او ملاتړو وسلوالو ډلو يې ۲۵.۹ میلیارډه ډالره زیانونه ور اړولي
CMG2022/12/15 12:54:12
شريکول:

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا رئیس ته پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، چې امریکې او ملاتړو وسلوالو ډلو یې دغه هېواد ته ۲۵.۹ میلیارډه ډالره زیانونه رسولي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په ياد پيغام کې ويل شوي، چې امریکايي ځواکونو د سوریې په شمال ختيځ او جنوب ختیځ سیمو کې پر له پسې يرغلونه کړي او له خپلو ملاتړو وسله والو ډلو سره يې يو ځای د سوریې د نفتو او غنمو په شمول ډېرې سرچینې غلا کړي او اوس هم په لوټ او تالان بوخت دي.

په دغه پيغام کې پر سوریې د لوېديځ لګيدلو بنديزونو ته هم اشاره شوې او ويلي يې دي، چې د امریکې او اروپايي ټولنې اقتصادي بندیزونو د سوریايانو پر ژوند سخته ناوړه اغېزه کړې او خلک يې کافي سون موادو، برېښنا او طبیعي ګاز ته لاسرسی نه لري.

 (هیله)