اوکراين: پر غلو دانو بار څلور بېړۍ يې د دغه هېواد په جنوب له بندرونو وخوځېدې
CMG2022/12/15 12:58:50
شريکول:

د اوکراين ملي خبري اژانس د ډسمبر په ۱۴مې نېټې په يوه راپور کې د دغه هېواد د بنسټيزو جوړښتونو وزارت په قول ويلي، چې په همدې ورځ يې څلور بار وړونکې بېړۍ، چې ۶۹۵٠٠ ټنه کرنیز محصولات پکې بار وو، د اوکراين په جنوب کې له بندرونو څخه خوځيدلې دي.

د تور سمندر له لارې د غلو دانو د لیږد تړون له پلي کېدو راهیسې، ټولټال ۵۵۴ بار وړونکې بېړۍ د اوکراين په جنوب له بندرونو خوځيدلي او کابو ۱۳.۹ میلیونه ټنه کرنیز پيداوار يې نورو هيوادونو ته ليږدولي دي.

بلبله