د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان تخنيکي پلاوی به ايران ته سفر وکړي
CMG2022/12/15 11:07:08
شريکول:

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي د ډسمبر په ۱۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ تخنيکي پلاوی به د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي او دواړه خواوې به د اټومي انرژۍ د خونديتوب په اړه سلامشورو ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان مخکې رسنيو ته په ډاګه ويلي وو، چې هېواد يې له امريکې سره د ایران د اټومي تړون د بيا پلې کېدو په تړاو خبرو اترو کې درې لوی خنډونه لري.

 نوموړي د ايران د اټومي تړون د بیا پلې کېدو پر وړاندې لومړی خنډ د ايران او د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ترمنځ د پاتې مسئلو حل ياد کړی و.

بلبله