شي جین پينګ د چین- لاتیني امریکا د تصدیو د مشرانو ۱۵مې سرمشریزې ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2022/12/15 12:59:13
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د چین- لاتیني امریکا د تصدیو د خاوندانو ۱۵مې سرمشریزې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

د يادې سرمشريزې پرانیستونکي مراسم په همدې ورځ ترسره شول او د رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام پکې ولوستل شو.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې د چین- لاتیني امریکا د تصدیو سرمشريزې د تېرو ۱۵ کالونو په درشل کې د تصدیو لپاره ډېر خدمتونه کړي، د چین او لاتیني امریکا د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او د کلتوري تبادلې د ژورتیا په پار يې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چین- لاتیني امریکا د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې د دواړو خواوو په عملي همکاريو کې هڅونکي خدمتونه کړي دي او هيله يې ښودلې، چې د تصديو خاوندان د پرانیستي، نوښتي او شریکېدونکي پرمختګ روحیې په لرلو سره د چین او لاتیني امریکا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره زیات خدمتونه وکړي.

 (هیله)