چين يې هرکلی کړی، اروپايي ټولنې ويلي، چې د ايران د اټومي تړون د بيا پلي کولو لپاره به هڅې وکړي
CMG2022/12/15 12:46:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د ډسمبر په څوارلسمې نېټې د ايران د اټومي تړون په اړه د اروپايي لوري د څرګندونو په هکله وويل، چې چين د اروپايي ټولنې د هغې کړنې هرکلی کوي، چې د ايران د اټومي تړون د اعادې کېدو لپاره يې پر خپلو هڅو  ټينګار کړی او ويلي یې دي، چې په دې برخه کې به خپلو ډيپلوماتيکو او سياسي کوښښونو ته دوام ورکړي او دا يې هم ويلي، چې د ايران د اټومي تړون مسئله بايد د دې هېواد له نورو مسئلو څخه جلا شي.

وانګ ون بين وويل، چې د ايران د اتومي تړون ښکېلې خواوې دې پر ډيالوګ او خبرو اترو ټينګار ولري او ډيپلوماتيکې هڅې دې زیاتې کړي، ترڅو د ياد تړون پلي کول ژر عادي مدار ته داخل شي.

ايران په وروستيو کلونو کې په اړوندو خبرو اترو کې انعطاف منوونکي رويه غوره کړې ده او شنونکي پر دې اند دي، چې امريکا هم بايد له ايران سره په يو لوري روانه شي او د اړوندو خبرو اترو کې د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره باید ور سره ګډې هڅې وکړي.