په چين کې د کرونا وبا پر وړاندې تدبيرونه
CMG2022/12/15 14:37:40
شريکول:

د چين حکومت په دې وروستيو کې د کرونا وبا پر وړاندې د پاخو يا ډېر عمر لرونکو کسانو ته د واکسين ورکولو بهير د چټکولو په شمول لسو برخو کې ځانګړي تدبيرونه نيولي دي.

چين د نويو تدبيرونو هدف د کرونا وبا پر وړاندې دقيقه او جدي مقابله کول، تر زياتې اندارې د خلکو د ژوند خونديتوب او روغتيا تامينول او پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د کرونا وبا د منفي اغيزو کمول بللي دي.

چين اوسمهال په بيجينګ، شانګهای او او ډېرو لويو ښارونو او سيمو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې اعاده کړي او د خلکو ژوند او توليدي چارې د عادي کېدو په حال کې دي.

ولې چين د کرونا وبا پر وړاندې نوي تدبيرونه نيولي؟

علمي څېړنې ښيي، چې د کرونا وبا د پيلېدو په لومړيو وختونو کې ډېر پياوړی او وژونکی و، خو اوس يې اوميکرون بڼه ډېره کمزورې شوې ده.

په چين کې څه باندې ۹۰ سلنه خلکو د کرونا وبا ضد واکسين کړی، په ورته وخت کې چين د کرونا وبا ضد مبارزې کې زياتې تجربې راغونډې کړي او د درملو د څيړنې، درملنې او د اړوندو توکو د ضمانت په چارو کې يې خپل توان پياوړی کړی دی او خلکو يې اوس د دغې وبا پر وړاندې د ارام ساه اخيستې ده.

په چين کې د کرونا وبا ضد د تدبيرونو د ښه والي کليدي وخت رسېدلی دی.

 د چين کمونېست ګوند او حکومت د کرونا وبا له پيل څخه تر اوسه پورې د خلکو ژوند او خونديتوب او روغتيا ته لومړيتوب ورکړی او پر همدې بنسټ چين د نړۍ داسې هېواد ګرځيدلی، چې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر پکې تر ټولو زيات او د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر يې تر ټولو کم دی.

په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره لازم تدبیرونه نيول شوي او حکومت يې د اغېزمنو تدبيرونو او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په رڼا کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د کرونا وبا پر وړاندې د چين د مبارزې د ښو او غوره چارو له امله، په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد اقتصاد ۸اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی موندلی، چې د نړۍ د نورو عمده اقتصادونو په پرتله يې مخکښ ځای خپل کړی دی.

کورني او بهرني کارپوهان په چين کې د کرونا وبا پر وړاندې نوي تنظيم شوي تدبیرونه مناسب بولي او اټکل کوي، چې د چين اقتصاد به په ۲۰۲۳م کال کې بيا اعاده شي او نړيوال اقتصاد ته به په خوځښت راولي او انرژي به ورکړي.

 کرونا وبا لاهم د خپرېدو په حال کې ده او پر وړاندې يې د مبارزې چارې هم دوام لري. چين د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکوي او په علمي او دقيق ډول د کرونا وبا پر وړاندې تدبيرونه تنظيموي او د کرونا وبا د پای برياليتوب ته نږدې شوی دی.