د جاپان د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستنې په تړاو د مسئلې حل وفصل د پاملرنې وړ دی
CMG2022/12/15 12:38:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په څوارلسمه نېټه وويل، چې هېواد يې د ارام سمندر د ټاپوګانو په فورم کې د جاپان د فوکوشيما  اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستنې په تړاو د ګډونوالو پر څرګندونو تمرکز لري او دا د دې ښکارندويي کوي، چې نړيواله ټولنه دغې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي وويل، چې د يادو ککړو اوبو ايستنه نه يوازې د جاپان شخصي چاري دي، بلکې دا د ټولې نړۍ د سمندري چاپيريال او د اړوندو هېوادونو د خلکو له روغتيا سره نېغې اړیکې لري.

وانګ ون بين يو ځل بيا پر جاپان غږ وکړ، چې د بېلا بېلو خواوو معقولو غوښتنو او ګټو ته پاملرنه وکړي او په زور دې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشې کولو څخه لاس واخلي او د اټومي نړيوالې اېجنسۍ تر جدي نظارت لاندې دې بله مناسبه لاره ورته پيدا کړي.