شي جين پينګ د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې لوړ پوړې غونډې د دوهم پړاو پرانيستونکو مراسمو ته وينا وکړه
CMG2022/12/16 12:46:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۵مې نېټې په ماښام د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې لوړ پوړې غونډې دوهم پړاو پرانيستونکو مراسمو ته انلاين وينا وکړه.

 ياده غونډه د کاناډا په مونټريل ښار کې ترسره شوه.

شي جين پينګ په خپلې وينا کې وويل، چې ټول انسانان په يوې داسې نړۍ کې اوسي، چې برخلیکونه يې یو بل سره تړلی دی، نو ټول باید د ننګونو او ستونزو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي.

نوموړي وويل، چې د نړۍ ټول هيوادونه دې د بيولوژيکي تنوع ګډې نظریې راغونډې او له ۲۰۲۰م کال وروسته د بيولوژیکي تنوع چوکاټ جوړ کړي او په ګردې نړۍ کې د بيولوژیکې رنګارنګۍ د ساتنې هدف وټاکي او لوری دې روښانه کړي.

شي جين پينګ وويل، چې د نړۍ ټول هېوادونه دې د بيولوژيکي تنوع نړيوال بهیر وهڅوي او واقعي فعاليتونه دې ترسره کړي، نړيواله ټولنه دې د دغو چارو د ترسره کولو په پار له پرمختيايي هيوادونو څخه ملاتړ وکړي او د اقليمي بدلون او د بيولوژيکي تنوع پر وړاندې د شته ستونزو او نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې نړيواله ټولنه دې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې له لارې زرغون پرمختګ او بدلون وهڅوي او د نړيوال پرمختګ وړانديز په لارښوونې دې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې ورسوي.

شي جين پينګ وويل، نړيواله ټولنه دې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په پار عادلانه او معقول نړيوال نظام تامين کړي، پر رښتيني څو اړخيزم دې ټينګار ولري، د ملګرو ملتونو په مرکزيت د نړيوال سيسټم او د نړيوال قانون پر بنسټ د نړيوال نظام پلوی دې وکړي او د ګردې نړۍ د ساتنې لپاره دې همکاريز قوت رامنځته کړي.

شي جين پينګ په ټينګار وويل، چې هيواد به یې د ايکلوژيکي تمدن ابادي پياوړي او پرمختيايي هېوادونو ته به تر وسې پورې ملاتړ برابر کړي او د بيولوژيکي تنوع په چارو کې به د نړيوالې ادارې هڅونه وکړي.