وانګ يي د ۷۷ هېوادونو ډلې او چين د وزيرانو غونډې ته پيغام ليږلی
CMG2022/12/16 11:12:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د ۷۷ هېوادونو ډلې او چين د وزيرانو غونډې ته پيغام ليږلی دی.

 نوموړي په خپل پيغام کې يادې غونډې ته څلور وړانديزونه کړې دي.

۱ـ ټول هېوادونه دې په خپلمنځي همکاريو کې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي.

۲ـ ټول هېوادونه دې هڅې وکړي، چې ټولشموليت، برابري او دوامداره اقتصادي سمسورتيا پياوړې کړي.

۳ـ ټول هېوادونه دې د لا عادلانه او معقولې نړيوالې اقتصادي ادارې ته وده ورکړي.

۴ـ ټول هېوادونه دې د عصري کېدو لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ يي چين د پرمختګ د نړيوالو چارو ټينګ هڅوونکی او فعال مرسته کوونکی بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د نړيوال پرمختګ وړانديز په فعاله توګه پلی کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به له ۷۷ هېوادونو ډلې سره يو ځای د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا پلې کړي او د انسانانو ګډ برخليک ټولنه به ورسره په ګډه جوړه کړي.