د چین اقتصاد له ستونزو سره سره ثابت پرمختګ موندلی
CMG2022/12/16 15:06:02
شريکول:

په روان ۲۰۲۲م کال کې د چین اقتصاد له ډېرو ستونزو څخه وتلی او ثابت پرمختګ يې موندلی دی او دا یو ستر بریالیتوب ګڼل کېږي.

د ابتدايي شمېرنو له مخې، د سږ کال په تېرو دریو ربعو کې د چین د کورنیو تولیداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳ سلنه زیات شوی. 

اټکل کېږي چې سږ کال د چین د کورنیو تولیداتو ارزښت زیاتوالی به ۳.۳ سلنې ته ورسېږي.

د شانګهای د فاینانس او اکنومیکس پوهنتون مشر لیو یوان چون وویل، سږ کال د چین اقتصادي پرمختګ سرعت وړاندویه ۳.۳ سلنه ده چې دا رقم د نړۍ د منځنۍ سویې په پرتله ۰.۵ یا ۰.۶ سلنه زياوالی ښيي، نو د چین اقتصادي پرمختګ سرعت د لویو هېوادونو په منځ کې لا هم ډېر ګړندی دی.

د څینګهوا پوهنتون د چین د پرمختګ پلان د څېړنیزې ادارې مرستیال دونګ یو وویل، د چین اقتصاد په تېرو مسلسلو ۵ کلونو کې ۵ سلنه زیاتوالی موندلی او د نړیوال اقتصاد د بیااحیا لپاره يې ډېر هڅوونکی رول لوبولی دی.

سږ کال د چین عمومي اقتصاد ثابت ساتلی هم د روزګار او د توکو بیې په برخو کې ښکاره شوی. د روان کال په لومړيو لسو میاشتو کې د چین په ښارونو او ولسوالیو کې ۱۰ میلیونه ۷۹۰ زره کسان نوي ګومارل شوي او د بېکارۍ منځنی انډول يې ۵.۶ سلنه و.

ښاغلي دونګ یو وویل، چې کرونا وبا پر خدماتي چارو ډېرې منفي اغېزې کړې، نو د روزګار دندې کمې شوي. سربېره پر دې، سږ کال په چین کې له پوهنتونونو څخه د فارغانو شمېر ۱۰ میلیونو، ۷۶۰ زرو ته رسېدلی او بې ساري ریکارډ يې جوړ کړی دی. خو چین د دغو ستونزو پر وړاندې اغېزمن تدبیرونه نیولي او د روزګار بازار يې  ثابت ساتلی. دا د سږ کال د عمومي کنټرول په برخه کې یو لوی بریالیتوب دی.

د توکو بیې په برخه کې، که څه هم سږ کال په ګردې نړۍ کې د انفلاسیون فشار ډېر لوړ شوی، د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د چین د مصرفي توکو بیې شاخص د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲ سلنه لوړ شوی او د ټاکلې موخې په پرتله ټيټ دی.

همدارنگه، لیو یوان چون وویل، چین د کلیدي توکو بیې د ثابتولو لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي او دغه شان بریالیتوب يې تر لاسه کړی. مثلاً له ۲۰۱۹م کال څخه مو د عرضې او تولید ځنځیرونو ته ډېره پاملرنه کړې، په تېره بیا د غلودانو او انرژۍ مسئلې په هکله مو جدي ترتیبات نيولي دي.

شمېره ښيي، چې سږ کال په چین کې د غلودانو عمومي تولیدي اندازه ۶۸۶ میلیارډه ۵۳۰ میلیونه کیلوګرامو ته رسېدلې او د تېر کال په پرتله ۳.۶۸ میلیارډه کیلوګرامه زیاته شوې ده. ښاغلي لیو یوان چون وویل، سږ کال په ګردې نړۍ کې د غلودانو بیې په منځنۍ توګه شل سلنه لوړه شوې، خو په چین کې د غلودانو بیه نسبتاً ثابته ساتل شوې ده. په عین وخت کې نړۍ کې د انرژۍ بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې، چین کې د انرژۍ د عرضې ځنځیر او بیه عموماً ثابته ساتل شوې ده. له دې څخه ښکاري، چې د چین ستراتيژي او تدبیرونه اغېزمن او مثبت دي.

چین سږ کال د انرژۍ واردات کم کړي او په کوردننه کې يې د انرژۍ تولیدي اندازه زیاته کړې، د سکرو، نفتو، طبیعي ګازو او برېښنا تولیدي اندازې ټول زیاتې شوي او په دې سره په کوردننه کې د انرژۍ عرضه ۸۰ سلنه پر ځان بسيا ده.

ښاغلي دونګ یو وویل، چین د مصرفي توکو بیې د ثابتولو په برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله انعطاف منونکي او ډېر اغېزناک تدبیرونه نیولي او ستر بریالیتوب مو تر لاسه کړی دی. له دې څخه هم د چین د عمومي تدبیرونو وړتیاوې ښکاري.

چین سږ کال له یو لړ ستونزو سره سره د اقتصادي پرمختګ ثابت بریالیتوب تر لاسه کړی، بشپړ صنعتي سیستم، پياوړی تخنیکي ملاتړ يې هم مهم لاملونه دي. ویل کېږي چې د چین اقتصاد له ننګونو سره د مبارزې پياوړی ځواک لري.