د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ټيډروس ادهانوم د ډسمبر په ۱۴مې نېټې وويل، چې کرونا وبا ښايي په راتلونکي کال کې نړيواله بېړنۍ روغتيايي پېښه ونه شمېرل شي.
نوموړي په همدې ورځ يوې خبري ناستې کې وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان بيړنۍ کميټه به د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د بيړنۍ پيښې په توګه د کرونا وبا د قضاوت د معيارونو په اړه بحثونه وکړي
هغه زياته کړه، چې د کرونا وبا خپرېدل خلکو ته درس ورکړی، چې ټول هېوادونه بايد د عامې روغتيا سيسټم بشپړ کړي او بېلا بېل هېوادونه بايد یو له بل سره همکارۍ وکړي.