د امريکا سنا يا مشرانو جرګې د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۳ مالي کال لپاره د ملي دفاع په چارو کې د واک ورکولو قانون تصويب کړ.
د دغه قانون ټول ارزښت نژدې ۸۵۸ ميليارده ډالره دی، نوی ريکارډ يې جوړ کړی او د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وړانديز شوې بودجې څخه ۴۵ ميليارده ډالره زيات دی.
په ياد قانون کې د امريکې د هوايي ځواکونو د پياوړتيا او په ځمکنۍ جګړې کې د دفاعي توان او د انټرنيټي امنیت پیاوړتیا او له اوکراین او ناټو د متحده ایالاتو پیاوړی ملاتړ شامل دي.
د دې قانون له مخې، امريکا به په راتلونکي کال کې له اوکراین سره لږ تر لږه ۸۰۰ میلیونه ډالره اضافي امنیتي مرسته وکړي.