د اروپايي ټولنې ژمنۍ سرمشریزې پر روسیې د بندیزونو نهم پړاو تصویب کړ
CMG2022/12/16 11:15:19
شريکول:

د اروپايي ټولنې ژمنۍ سرمشریزه د ډسمبر د ۱۵مې نېټې په شپې د بلژيک په پلازمېنې بروکسيل کې پای ته ورسېده.

د اروپايي شورا مشر چارلیس میشل له غونډې وروسته رسنيو ته ويلي، چې د اروپايي ټولنې مشرانو په همدې ورځ د روسيې پر وړاندې د بنديزونو نهم پړاو پلانونه تصويب کړي دي.

نوموړي ويلي، چې د اروپايي ټولنې مشرانو په يادې سرمشريزې کې هغه پلان هم تصویب کړ، چې له مخې به یې دغه ټولنه په ۲۰۲۳م کال کې اوکراین ته د ۱۸ ميليارډو یورو په ارزښت اقتصادي مرستې برابرې کړي.

اروپايي ټولنې په دغې سرمشریزې کې بوسنیا هرزګوینا ته د دې ټولنې د نوماند هېواد غړيتوب ورکړی دی.