ليو هه د چين او اروپايي ټولنې د سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو د خبرو اترو په پنځم پړاو کې وينا وکړه
CMG2022/12/16 11:37:26
شريکول:

د چین مرستيال صدراعظم ليو هه د ډسمبر په پنځلسمه نېټه د چين او اروپايي ټولنې د سوداګريزومشرانو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو د خبرو اترو په پنځم پړاو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي ويلي، چې نړيوال سياسي او اقتصادي حالات اوسمهال د ژورو او پېچلو بدلونونو په حال کې دي او د بې ثباتۍ او ناامنۍ عوامل يې هم زيات شوي دي. 

ليو هه د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو اهميت ځانګړی او څرګند بللی دی.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د سوداګرۍ او پانګونې همکارۍ د چين او اروپا تر منځ د ګټو تر ټولو نږدې اړيکې دي او هېواد يې غواړي له اروپايي ټولنې سره د اقتصاد او سوداګرۍ، زرغون پرمختګ، ډيجټلي سوداګرۍ، ماليې، ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ فعالې او پراخې کړي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزیت د څو اړخيز سوداګريز سيسټم ساتنه وکړي.

ليو هه ډاډ ښودلی، چې په راتلونکي کال کې به د چين په اقتصادي چارو کې عمومي ښه والي رامنځته شي.