ايا د کرونا وبا ضد مبارزه کې د اقتصادي زيانونو په بيه د چين شوي کوښښونه وړ و او که نه؟
CMG2022/12/16 17:41:04
شريکول:

(انځور: د چين د جيانګ شي ولايت د ګان جو ښار يه يوه فابريکه کې کارګر د ۵ جي پردو په توليدولو بوخت دي)

د چين حکومت په دې وروستيو کې د کرونا وبا د وقايي او کنترول تدبيرونه اصلاح کړي. دغه راز ځينې وګړي پوښتنه لري، چې که په پای کې د قرطين تدبيرونه لغوه شي، ايا د کرونا وبا ضد مبارزه کې د اقتصادي زيانونو په بيه شوي کوښښونه وړ و او که نه؟

يادې پوښتنې ځواب دا دی، چې د وګړو د روغتيا خونديتوب د توليدي قوې د ساتنې بنسټ دی.

د چين حکومت د کرونا وبا ضد مبارزه کې د جدي تدبيرونو په نيولو سره تر ممکنه حده د خلکو ژوند ژغورلي او د خلکو روغتيا يې ساتلې، دا کار په دې معنا دی، چې توليدي قوت يې هم ساتل شوی.

که څه هم د کرونا وبا ضد مبارزې چين ته اقتصادي زيانونه رسولي، خو چين د ډيجټلي اقتصاد د پرمختګ فرصت موندلی دی. ډيجټلي اقتصاد په ۲۰۲۱م کال کې د چين د اقتصادي پرمختګ مهم انجين ګرځېدلی او د دغه هېواد د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې يې ۳۸،۹ سلنه نيولې.

چين د ډيجټلي کېدو په لاره کې د باکيفيته پرمختګ په هڅه کې دی.