په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د ترهګرۍ په اړه د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د ترهګرۍ ضد مسئلې له سياسي کولو او وسيلې ګرځولو سره ټينګ مخالفت څرګند کړی او د دوه ګونو معيارونو او انتخابي ترهګرۍ پر ضد يې هم غږ پورته کړی دی.
جانګ جون ويلي، چې ترهګري د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی او نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او په همدې تړاو يې نړيوالې ټولنې ته درې فقره ييز وړانديز هم کړی دی.
۱ـ نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د همکاريو سياسي هوډ لوړ وساتي او همکارۍ دې پراخې کړي.
۲ـ د نړۍ ټول هېوادونه دې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې ځپلو سيمو ته لومړيتوب ورکړي.
۳ـ نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ د رامنځته کېدو اصلي لاملونه پيدا کړي او جرړې دې يې وباسي.