ولې چين په تېرو درېيو کلونو کې د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره ډېر جدي تدبيرونه ونيول؟
CMG2022/12/16 17:21:30
شريکول:

د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي پر وړاندې ځينې وګړي دا پوښتنه لري، دا چې که په چين کې لا زيات وګړي به پر کرونا وبا اخته شي، نو بيا ولې چين په تېرو دريو کلونو کې  د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره د جدي تدبيرونو په نيولو ټينګار کړی؟

يادې پوښتنې ته ځواب دا دی، چې چين تر ممکنه حده پورې د خلک د روغتيا لپاره کافي فرصت برابر کړ.

چين د کرونا وبا پر وړاندې د تېرو کلونو د سختې مبارزې له لارې په درېيو مرحلو کې مهمې چارې تر سره کړې دي. لومړی، د کرونا ويروس بڼه له ډلټا څخه اوميکرون ته بدله شوې او د دغه ويروس د خطر کچه ټيټه شوې او لا کمېږي. دوهم، دغو جدي تدبيرونو د کرونا وبا ضد درملو په تيره بيا له بوټيو د چیني درملو د څيړنې او توليد لپاره قيمتي وخت برابر کړی. درېيم، دغو جدي تدبيرونو په چين کې خلکو ته د واکسين ورکولو لپاره زمينه برابره کړې.

د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱م کال تر پایه په دغه هېواد کې خلکو ته د کرونا وبا ضد ۲۸ ميليارډه، ۳۵ ميليونه او ۳۳۲ زره ډوزه واکسينونه تزریق شوي او دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال د دسمبر تر ۱۲مې نېټې پورې ۳۴ ميليارډه، ۵۰ مليونه او ۲۴۴ زرو ته زيات شوی دی، چې د زياتوالی عمده لامل يې زړو کسانو او ماشومانو ته واکسين ورکول دي.

له دې وروسته چې په چين کې پر اوميکرون ويروس د اخته کېدو انډول او د سختو نښو نښانو د رامنځته کېدو انډول په اړه ډېر معلومات تر لاسه شوي، د دغه ويروس ضد اغېزمن درمل په ډېره اندازه توليد شوي او ډېرو خلکو ته د کرونا وبا ضد واکسين تطبیق شوی، د چين حکومت د کرونا وبا د وقايي او کنترول تدبيرونه اصلاح کړي دي.

انتخاب سخت دی، په تيره هغه ډول انتخاب، چې پر ميليونونو او لسګونو ميليونو وګړو به اغېزې وکړي. د چين حکومت د انتخاب په وخت کې د خلکو ژوند پر لومړيتوب ورکولو ټينګار کړی.