بېلا بېلې خواوې د بيولوژيکي تنوع په ساتنه کې “د پاريس وخت” رسېدو ته په تمه دي
CMG2022/12/17 13:12:56
شريکول:

د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو ۱۵مه غونډه(COP15) چې اوس لاهم روانه ده، د پاملرنې وړ ده. د پاريس تړون لاسليکول له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره یوه مهمه مرحله ده او بېلا بېلې خواوې اوس د بيولوژيکي تنوع په ساتنه کې “ د پاريس وخت ” راسېدو ته په تمه دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ډسمبر د ۱۵مې نيټې په مازديګر په انلاین ډول د کاناډا په مونټريال کې د (COP15) د دوهم پړاو د لوړ پوړې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه او پکې يې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه  وکړه، چې د انسانانو او طبيعت  ترمنځ د همغږۍ ، د ځمکنۍ کرې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د يوې پاکې او ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.  د دې ترڅنګ هغه د دې موخې په هکله څلور فقره ييز وړانديز وکړ، چې دا د (COP15) د رئيسه هېواد په توګه د بيولوژيکي تنوع د نړيوالې ادارې د پياوړتيا لپاره د چین نوې هڅه ده. د م م د بيولوژيکي تنوع تړون د سکرتريت اجرائيوي سکرېترې اليزبېس موليما وويل، چې د رئيس شي جين پينګ وينا تر ۲۰۲۰کال وروسته د بيولوژيکي تنوع د نړيوال چوکاټ په اړه د خبرو اترو لارښوونه ده. هغې په دې غونډې کې د لاسته راوړنو پر تر لاسه کولو کې خوشبينه ده.

(COP15) لومړۍ داسې غونډه ده، چې م م یې په لومړي ځل د ايکولوژیکي تمدن تر عنوان لاندې تر سره  کوي. د تېر کال په اکتوبر کې د (COP15) د لومړي پړاو غونډه د چين په کون مينګ ښار کې تر سره شوه او ګډونوالو يې د کون مينګ اعلاميې په خپرولو سره پر بېلا بېلو خواوو غږ  وکړ، چې د ځمکنۍ کرې د ګډ برخليک د ابادۍ لپاره تدبيرونه ونيسي. تر يو کال وروسته چين په دوامداره توګه د (COP15) د دوهم پړاو غونډې د رئيسه هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه لري. نړيوال دې ته په تمه دي، چې د چين په ګډو کوششونو سره په دې غونډه کې بېلا بېلې خواوې ګډو نظريو ته ورسيږي او د نړيوال بيولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

بیولوژیکي تنوع پر بيولوژیکي سيستم، ډولونو او جين وېشل کيږي، چې همدا د انسانانو د موجوديت او پرمختګ مهم بنسټ دی. اوس مهال د بيولوژیکي تنوع ساتنه که څه هم له بحران سره مخ  ده، خو پکې  فرصت پیدا کېدلای شي. په تېرو سلو کلونو کې د انساني عملونو له کبله ډېر بيولوژيکي ډولونه له منځه تللي، چې سرعت يې د طبيعي مرګ په پرتله سل ځله  چټک دی.

د م م سرمنشي انتونیو ګوتريس دې ته په اشارې ویلي، چې د اټکل له مخې تر ۲۰۳۰کاله پورې د نړيوال ايکولوژیکي سيستم شاړېدل به هر کال اقتصاد ته ۳۰۰۰ مليارډه امریکايي ډالره زيانونه ورسوي،خو په دې بحران کې فرصت هم پيدا کولی شو. د (COP15) غونډې تر ټولو مهمه موخه تر ۲۰۲۰کال وروسته د نړيوال بيولوژيکي تنوع د چوکاټ جوړول او تصويبول دي. که دغه چوکاټ جوړ شي، نو له دې کبله به په راتلونکو لسو کلونو او حتی لا نورو اوږدو وختونو کې د بيولوژیکي تنوع د ساتنې لپاره موخه او لوری وټاکل شي او په دې برخه کې به تاريخي فرصت هم برابر شي.

د دې حالت پر وړاندې د (( ايکولوژیکي تمدن: د ځمکنۍ کرې د ګډ برخليک ټولنې ابادول)) تر عنوان لاندېCOP15  تر سره کيږي، چې دا هم په تېرو مسلسلو دوو کلونو کې په دې غونډې کې د رئيس شي جين پینګ د وينا مهمه کليمه ده. د دې موخې د تر سره کولو په پار رئیس شي جين پینګ په خپله وينا کې پر اړوندو خواوو غږ  وکړ، چې د بيولوژیکي تنوع د ساتنې لپاره ګډو نظريو ته ورسیږي، په دې برخه کې د نړيوالې پروسې د پرمخبېولو لپاره هڅې وکړي او د بيولوژیکي تنوع د ساتنې له لارې زرغون پرمختګ پرمخبوزي او د بيولوژيکي تنوع د ساتنې نړيوال نظام وساتي. دغه څلور فقره ييز وړانديز د نړيوال بيولوژیکي تنوع د ساتنې  ستونزې څرګندې کړي او د بيولوژیکي تنوع د نړيوالې ادارې لپاره يې لاره روښانه کړې ده.

په ورته وخت کې چين هم د ځمکنۍ کرې د ګډ برخليک د ابادۍ لپاره واقعي ګامونه پورته کړي دي. په تېرو لسو کلونو کې چين هغه یوازینی هېواد  دی، چې د ځنګلونو د زياتوالي اندازه او د مصنوعي ځنګلونو پراخوالی یې په نړۍ کې تر ټولو زیات دی او د لندو ځمکو لرونکو ښارونو شمېر یې هم د نورو هېوادونو په پرتله ډېر دی. له دغو لاسته راوړنو څخه ښکاري، چې چين د ايکولوژیکي تمدن د ابادۍ او د بيولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

ځمکنۍ کره يوه ګډه ټولنه ده. هیله  کیږي، چې د چين تر همغږۍ لاندې بېلا بېلې خواوې تر ۲۰۲۰کال وروسته د نړيوال بيولوژيکي تنوع چوکاټي تړون تصويب کړي او د نړيوال بيولوژیکي تنوع د ساتنې لپاره د خوشحالۍ وړ “د پاريس وخت ”ژر راورسيږي.