د اروپايي ټولنې د شميرنې ادارې د دسمبر په ۱۶مه نېټه اصلاح شوي ارقام خپور کړی، چې له مخې يې د يورو په سيمو کې په نومبر مياشت کې د انفلاسيون اخري انډول ۱۰اعشاريه يو سلنې ته رسېدلی او د اروپايي ټولنې په ۲۷هېوادونو کې په همدې مياشت کې د انفلاسيون انډول ۱۱اعشاريه ۱ سلنې ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پر تله ډېر زيات و.
په ياد راپور کې راغلي، چې د انرژيو او خوراکي توکو د بيو لوړوالی د انفلاسيون عمده لامل دی.