د چين – لاتيني امريکا د تصديو مشرانو ۱۵مې سرمشريزې غونډې (( د ګواياکيل پېشنهاد)) وړاندې کړ
CMG2022/12/17 11:25:25
شريکول:

د چين – لاتيني امريکا د تصديو مشرانو ۱۵مه سرمشريزه غونډه د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د اکوادور په جنوب لوېديځ ګواياکيل ښار کې پای ته ورسيده. د غونډې ګډونوالو د دواړو خواوو ترمنځ د ټرانسپورټي پيوستون او تګ راتګ د پياوړتيا او د نوښت، زرغون اقتصاد او ډيجټلي اقتصاد د همکاريو د زياتوالي غوښتنه وکړه.دغه راز نوموړې غونډې (( د چين – لاتيني امريکا او کاربين د صنعتي او سوداګريزو همکاريو په اړه د ګواياکيل پېشنهاد)) خپور کړ. په دغه پېشنهاد کې ويل شوي، چې د چين او لاتيني امريکا ترمنځ ټرانسپورټي پيوستون د پرمختګ د تحريک مهمه طريقه او د دواړو خواوو د ګډ پرمختګ بنسټ دی. د يو کمربند او يوې لارې نوښت د چين او لاتيني امريکا لپاره د ګډو ګټو د تر لاسه کولو مهم فرصت برابر کړی دی. په دغه پېشنهاد کې د دواړو خواوو صنعتي او سوداګریزو ټولنو د بنسټيزو تاسيساتو، سوداګرۍ، پانګونې او پولي چارو په برخو کې د همکاريو د پياوړتيا هيله ښودلې.

(( د ګواياکيل پېشنهاد)) ډيجټلي اقتصاد د ګردې نړۍ د راتلونکي پرمختګ لوری بللی او غوښتنه يې کړې، چې د چين او لاتيني امريکا تصدۍ بايد د ډيجټلي اقتصاد د پرمختګ فرصت ونيسي او د ډيجټلي تاسيساتو او اې ای (AI) ټېکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.