وانګ يي د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکاريو د همغږي کوونکو په ۱۷مه غونډه کې ويډيويي وينا وکړه
CMG2022/12/17 11:22:00
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۶مه نېټه په انلاين ډول د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکاريو د همغږي کوونکو په ۱۷مه غونډه کې وينا وکړه.

نوموړي د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په پار څلور فقره ييز وړانديز وړاندې کړ. لومړی، دواړه خواوې بايد پر يووالي او دوستۍ ټينګار وکړي. دوهم، دواړه خواوې بايد پر همغږۍ ټينګار وکړي. د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ همکاري د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو برخه ده، د بازاري اصولو او د اروپايي‌ ټولنې د معيارونو مراعات کوي او د اروپا د برابر پرمختګ لپاره ګټوره ده. درېيم، دواړه خواوې بايد پر ورخلاصون او ګډو ګټو ټينګار وکړي. چين به د ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار وکړي او په مداومه توګه به د منځنۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو څخه لا زيات ښه توليدات وارد کړي. څلورم، دواړه خواوې بايد پر رښتينيو همکاريو او ګډو ګټو ټينګار وکړي. چين هيله لري، چې د کرهڼيزو او خوراکي موادو د وارداتو، الکترونيکې سوداګرۍ، پولي چارو، ټرانسپورټي پيوستون او د وګړو د تګ راتګ په برخو کې د اسانتياوو د برابرولو لپاره نوي تدبيرونه ونيسي.