د چين د سوداګرۍ وزارت د امريکا له ناوړې کړنې سره مخالفت وښود
CMG2022/12/17 11:18:11
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې يوه اعلاميه خپره کړې، چې ۳۶ چيني تصدۍ د صادراتي بنديزونو په لېست کې یې شاملې کړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د امريکا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت وښود او  ویې ویل، چې چين به د چيني تصديو او ارګانونو د حقه حقونو د ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل، چې امريکا ډېر ځلې چيني تصدۍ د بنديزونو په لېست کې شاملې کړي. د امريکا دغو کړنو د چيني او امريکايي تصديو ترمنځ عادي تجارتي همکاريو او تګ راتګ ته خنډونه اچولي، له بازاري اصولو څخه يې سرغړونه کړې، بازاري مقررات او نړيوال سوداګريز نظام يې خراب کړی، د نړيوالو توليدي او عرضې ځنځيرونو پر ثبات يې منفي اغېزې کړي او نړيوالې سولې او پرمختګ ته يې زيانونه رسولي دي.

نوموړي له امريکا څخه هيله  وکړه، چې سمدلاسه ناوړې کړنې ختمې کړي او بېرته د څو اړخيز سوداګريز سيستم مناسبې لارې ته وروګرځي.