بېجينګ: چين به په دوامداره توګه د بهرنيو تصديو پانګونه راجلب کړي
CMG2022/12/17 14:37:49
شريکول:

په دې وروستیو کې په چين کې د المان او استراليا د سوداګريزو چارو ټولنو په چين کې د دغو دواړو هېوادونو تصديو ته يوه څيړنه تر سره کړه او له مخې يې اکثرو تصديو د چين په بازار کې د فرصتونو او ګټو په اړه خوشبينې غوره  کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د دسمبر په ۱۶مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې له دغه راپور څخه ښکارېږي، چې نړيواله ټولنه د چين د اقتصادي پرمختګ پر راتلونکي باور لري.

وانګ ون بين زياته کړه، چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پر بنسټيزې دولتي تګلارې، د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار کوي، د خلاصونکي نړيوال اقتصاد د ابادۍ پرمختګ هڅونه کوي، بهرنيو تجارانو ته د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو سوداګريز چاپيريال برابروي. چين به په دوامداره توګه د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو پانګونه راجلبه کړي.