چين د مرکزي اقتصادي کارونو غونډه تر سره کړه
CMG2022/12/17 11:04:48
شريکول:

د چين د مرکزي اقتصادي کارونو غونډه د ډسمبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د ۲۰۲۲م کال اقتصادي کارونو ته بيا کتنه وکړه، اوسنی اقتصادي وضعيت يې تحليل کړ او د ۲۰۲۳م کال اقتصادي کارونه يې ترتيب کړل.

دغې غونډې پر دې ټينګار وکړ‌، چې د چين د ۲۰۲۳م کال اقتصادي کارونه بايد د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه تطبيق کړي او د چيني ډوله عصري کېدو چارو ته دې پرمختګ ورکړي.

یادې غونډې دې ته اشاره وکړه، چې چين به د کورنيو اړتياوو د زياتوالي لپاره هڅې وکړي، د عصري صنعتي سيستم ابادۍ ته چټکتیا ورکړي، لا زياتې بهرنۍ پانګې به راجلب کړي او له دغو پانګو څخه به ښه استفاده وکړي او د لويو اقتصادي او پولي خطرونو د مخنيوي او حل لپاره به اغېزمن تدبيرونه ونيسي.