اروپايي شورا د دسمبر په ۱۵مه د اروپايي ټولنې د کمېټې لخوا پر روسیې د نهم پړاو د بنديزونو لګولو تدبيرونه منظور کړي. د امريکا حکومت د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه اعلان کړی، چې د روسیې پر شخصيتونو او تصديو د نويو بنديزونو لګولو اعلان کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د دسمبر په ۱۵مه نېټه د ستراتيژيکي پرمختګ او د دولتي پلانونو د کميټې يوه انلاين غونډه تر سره کړه او په ترڅ کې يې وويل، لويديځ هېوادونه غواړي د بنديزونو له لارې روسیه د نړيوال پرمختګ څنډې ته پرېږدی.خو روسیه به خپله دروازه خلاصه کړي او اوس په روسیه کې د توکو بيې او مالي حالت ثابت دی.