امريکا به د مهاجرو پر ورتګ محدوديت لغوه کړي
CMG2022/12/18 12:43:18
شريکول:

د امريکا د سي اېن اېن رسنۍ د ډسمبر په اوولسمه نېټه خبر ورکړی چې په تېرې يوې اوونۍ کې هره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ مهاجر د امريکا د تکزاس ايالت ايل پاسو ښار ته داخل شوي دي. د دې ښاروالۍ چارواکي وايي چې د سرحدي پاليسۍ ۴۲مه ماده به د ډسمبر په ۲۱مه نېټه لغوه شي چې په دې سره به د امريکا جنوبي سرحدي سيمې ته د مهاجرو د ورتګ ورځنۍ شمېر دوه چنده زيات شي.

د دې خبر له مخې د امريکا د سرحدي پاليسۍ ۴۲مه ماده په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا د پېښېدو په لومړيو ورځو کې د ډونالډ ټرمپ حکومت له خوا جوړه شوې وه چې موخه يې د عامه روغتيايي تدبيرونو په نيولو سره د مهاجرو شړل دي. دغه پاليسي به د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه بنده شي.