اذربايجان، ګرجستان، رومانيا او هنګري د انرژۍ همکارۍ تړون لاسلیک کړ
CMG2022/12/18 12:47:47
شريکول:

د اذربايجان، ګرجستان، رومانيا او هنګري مشرانو د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه د رومانيا په پلازمينه بخارست کې د انرژۍ همکارۍ تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د  تور سمندر تر اوبو لاندې د کيبل له لارې پاکې انرژۍ له اذربايجان څخه اروپا ته وليږوي.

د رومانيا ولسمشر لوهانيس د دغه تړون د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو له امله رامنځته شوي د انرژۍ بحران پر وړاندې څلور هېوادونه باید خپلمنځي يووالی وساتي او د انرژۍ د خوندیتوب لپاره دې ګډې همکارۍ وکړي.

د دغه تړون له مخې، څلور هېوادونه به د تور سمندر تر اوبو لاندې يو کيبل وغځوي چې اوږدوالی به يې ۱۱۰۰ کيلومترو ته او د قدرت اندازه به يې ۱۰۰۰ ميګاواټو ته لوړه شي.