د ملګرو ملتونو د بیولوژيکي تنوع تړون ۱۵مه غونډه پای ته ورسېده
CMG2022/12/18 15:19:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د لوړې کچې ۱۵مې غونډې دوهم پړاو ناسته د ډسمبر په ۱۷مه نېټه پای ته ورسېده. د دې تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې رئيس او د چين د چاپيريال ساتنې وزير هوانګ ژون چيو د دې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.

 بېلا بېلې خواوې تمه لري چې ۲۰۲۰کال وروسته د نړيوال بيولوژيکي تنوع چوکاټ به جوړ شي او اړوند ګامونه به پورته شي.

وزير هونګ ژون چيو په خپلو خبرو کې ويلي چې تېرې دوه ورځنۍ غونډې ښې پايلې او لاسته راوړنې درلودې. په دې غونډه کې د نړيوال بيولوژيکي تنوع د ساتلو په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څلور فقره ييز وړانديز د بيولوژیکي تنوع د نړيوالې ادارې سياسي خوځښت پيل کړی دی. چين به په راتلونکې کې د رئيسه هېواد په توګه خپل رول ولوبوي او د ياد چوکاټ د جوړونې د پرمخبيولو لپاره به هڅې وکړي.