د استوايي ګينې ولسمشر:”یو کمربند او يوه لار“ له بې وزلۍ څخه د افريقايي هېوادونو د وتلو ښه چانس دی
CMG2022/12/18 15:08:25
شريکول:

د استوايي ګينې ولسمشر اوبيانګ د چين د سي اېم جي له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې د افريقا پرمختګ دې خپله افريقايان ومومي. د افريقايي هېوادونو مشران بايد تر هر څه لومړی فکر وکړي چې څنګه خپل هېوادونه ښه کړي.

نوموړي وويل، چين زموږ لومړی همکار دی چې له استوايي ګينې او آن له ټولې افريقا سره مرسته کوي او د چین”يو کمربند او يوه لار“طرحه له بې وزلۍ او ناورينونو څخه د افريقا د وتلو ښه چانس دی، نو ځکه استوايي ګينه له دې طرحې ملاتړ کوي او  ګډون يې پکې کړی دی.

ځينو لويديځو هېوادونو ادعا کړې چې چين په افريقا کې نوې استعماري پاليسي غوره او د پورونو جال يې جوړ کړی دی. ولسمشر اوبيانګ په دې اړه داسې ویلي چې دغو هېوادونو پر چین د شرم وړ تورونه لګولي دي.

نوموړي وويل، افریقا له لويديځو هېوادونو څخه کمې مرستې تر لاسه کړي، خو د دغو مرستو د تر لاسه کولو لپاره مجبوره شوې چې د لوېديځو هېوادونو له خوا وړاندې شوي اضافي شرايط ومني.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چين هېڅکله افریقايي هېوادونه نه دي استعمار کړي، خو واقعأ لويديځو هېوادونو دغه کړنه کړې وه. نو ځکه پر چين د لوېديځو هېوادونو د نيوکې اصلي موخه د چين د نفوذ مخنیوی دی.