د چين حکومت تصدۍ له ۵۳۷ ميليارډو ډالرو زیاتو مالياتو او لګښتونو معاف کړي
CMG2022/12/18 12:31:15
شريکول:

د چين د اقتصادي اړيکو نړيوال مرکز د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه د دغه هېواد اقتصادي کلنۍ غونډه ترسره کړه. د چين د ماليې وزارت مسئولينو په دغې غونډې کې وويل، چې په ۲۰۲۲م کال کې د هېواد بېلابېلې مالي پاليسۍ او تګلارې په اغېزمنه او سالمه توګه پلې شوې دي.

د چين د ماليې وزارت معين شو هونګ څای دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د چين حکومت په روان کال کې منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ او شخصي کمپنۍ له زياتو مالياتو څخه معاف کړي، د ټولنيزو بيمو بيې يې کمې کړي، همداراز له هغوی څخه يې د ټولنيزو بيمو د فيس اخيستل ځنډولي دي. د شمېرې له مخې، د معاف شوو مالياتو، کم شوو لګښتونو او ځنډول شوی فيس عمومي ارزښت له ۵۳۷ ميليارډو ډالرو څخه زیات شوی چې په دې سره د تصديو اقتصادي ستونزې کمې او د پرمختګ خوځنده ځواک يې زيات شوی دی.