د فارنسې مرکزي بانک: د فرانسې د ۲۰۲۳م کال اقتصادي پرمختګ به ٪ ۰.۳ ته راټيټ شي
CMG2022/12/18 12:53:32
شريکول:

د فرانسې مرکزي بانک د ډسمبر په ۱۷مه نېټه اټکل کړی، چې د انرژۍ بحران او د انفلاسيون د منفي اغيزو له امله به په ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد د پرمختګ انډول تر زياتې اندازې ټيټ شي او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت به يې په ۲۰۲۲م کال کې له ۲،۶ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۰،۳ سلنې ته راټيټ شي، خو اقتصاد به يې په ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کال کې بيا سمسور شي.

د فرانسې مرکزي بانک ويلي، چې اټکل کېږي په ۲۰۲۴م کال کې به د هېواد اقتصادي پرمختيايي انډول ۱،۲ سلنې ته ورسیږي او په ۲۰۲۵ م کال کې به دغه رقم ۱،۸ سلنې ته لوړ شي. همدارانګه نوموړي ويلي چې د اوکراين د کړکيچ، د انرژيو د بيو او د کرونا وبا د منفي اغيزو له امله ښايي ياده وړاندوينه له واقعي حالاتو سره توپير ولري.